P1010059

د سره كوتل او رباتك ډبرليكونو خپلمنځي اړيكې

08.02.2007 09:39


  حبيب الله رفيع

 

د سره كوتل او رباتك
ډبرليكونو
خپلمنځي
اړيكې

په ۱۳۳۰ كال د افغانستان دشمال په بغلان سيمه كې د ويه نوي سړك د جوړولو كار روان ؤ، كله چې كار د پلخمري په ۱۵ كيلومترۍ كې د سره كوتل برخې ته ورسيد، د لارې دكيندنې په ترڅ كې يو ډبرليك تر لاسه شو او د وخت حكومت د سيمې ، علمي پلټنې له پاره د فرانسې د لرغونپېژندنې يوهيات ته چې مشر يې مويودانيل شلوم برژې ؤ دكيندنو كار وسپاره او دهمدې علمي پلټنو په لړكې دكوشاني دورې داورلمانځنې يو لوى معبد او ورسره ډبرليكونه، مجسمې او سكې تر لاسه شول، له دې اثارو څخه يو هم يو لوى ډبرليك ؤ چې په ۱۳۳۶ كالله سره كوتل نه تر لاسه شو، د دې ډبرليك كيڼ اړخ ۱۱۷ سانتي متره، ښى اړخ ۱۱۰ سانتي متره، برنى اړخ۱۳۲سانتي متره او لاندينى اړخ يې ۱۲۵سانتي متره دى.
په دې ډبرليك كې ۲۵كرښې دي چې هره كرښه يې له ۲۵ تر ۲۸ توري لري او ټول توري يې ۹۴۷ كېږي.
ددې ډبرليك دوه نور نقلونه هم چې په بېلابېلوډبروكې ليكل شوي،تر لاسه شوي چې په څېړنو كې دنسخه بدل كار ترې اخيستل شوىدى.
دډبرليك ليكدود:
يوناني سكندر چې په                       كال دنړۍ نيولو له پاره لښكركشۍ وكړې او په .......كال آريانا ته راغى دسيمې دخلكو له خوا فرهنګي ساحه كې يې يوناني ليكدود پلى كړ، دسكندر ترمړينې وروسته يوناني ښكيلاك پاى ته ورسيد او يوناني سرداران بې له دېچې له يونان سره اړيكې ولري دلته يې محلي واكمنۍ جوړې كړې او په افغانستان كې مختلفې يونانوباختري واكمنۍ رامنځ ته شوې او همدا راز په يوناني ليك كې هم دمحلي پوهانو له خوا لاسوهنې وشوې، په تورو كې يې زيات توري راغلل او بڼې يې بدلون وموند او دا ليك هم يونانو باختري ليك وبلل شو.
د كوشانيانو د واكمنۍ له رامنځته كيدو سره په همدې يونانو باختري ليك محلي ژبې هم وليكلې شوې چې دسره كوتل كتيبه هم په يونانو باختري ليك ليكله شوې او ژبه يې دهغې وخت يوه آريايي ژبه ده.
د ډبرليك ژبه :
په ډبرليك كې دژبې نوم نه دىياد شوىخو هينتګاو ماريك چې دا ډبرليك لوستى دهغه ژبه يې باختري بللې ده، ارواښاد علامه حبيبي چې د دې كتيبې په اړوند يې د"زبان دوهزار سال قبل افغانستان يا مادر زبان دري" په نامه يو كتاب ليكلى ، دا ژبه يې كوشاني بللې خو دايې همويلي څرنګه چې بغلان په تخارستان كې دى نو ښه ده چې تخاري يې وبولو او هم يې ياده كړې چې ابوريحان البيرونى او البشاري مقدسي د بلخ او بدخشان ترمنځ پراته ولايت ژبه تخاري بللې او هغه يې بلخي ژبې ته نژدې ګڼلې ده.
علامه حبيبي وايي دا تخاري ياكوشاني ژبه د افغانستان له اوسنۍ دري او پښتو سره ټينګې اړيكې لري او زياتې كلمې، تركيبونه، او افعال يې له پښتو سره ګډ دي او هم يې ريښې له لرغونې پاړسي، پهلوي، سغدي، ختني او دافغانستان په نورو لهجو كې موندلاى شو.
علامه حبيبي صاحب نظر وركوي چې ښايي دا ژبه يوه داسې ګډه ژبه وي چې د دوو ژبو لرونكې سيمې له ګډوي نه جوړه شوې اودوې ژبې په كې ګډې شوې او يوه ژبه يې جوړه كړې ده. امكان لري چې لرغونې يانژادي ويدي اواوستايي آري پكتهان (پښتانه) دهندوكش په جنوب كې له خپلې ژبې پښتو سره موجودو او دهندوكش په شمال كې هم آريايي توكمه خلك وو چې په بله ژبه " دفارسي مور" يې خبرې كولې او دا دواړې ژبې د اجتماعي ، اقتصادي او سيمه ايزو اړيكو له امله سره ګډې شوې او ددې ډبرليك كوشاني ژبه يې جوړه كړې چې د دواړو ژبو عناصر پكې دي، خو دوهم اټكل دادىچې هغه كوشاني ژبه چې پهدې ډبرليك كې يې وينو دپښتو او دري تر پيدايښته وړاندې په دې هيواد كې د دربار، ليك او ادب ژبه وه د دوهمې ميلادي پيړۍ په شاوخوا كې چې له هغې نه به څلور پيړۍ وروسته د اسلام دراتګ تر وخته پښتو اودري ترې رامنځته شوېوي ځكه د پښتو او دري زاړه ادبي آثار لومړى اسلامي پيړۍ ته رسېږي كه دادوهم اټكل ومنو نو داژبه به د پښتو او دري مور بولو.
علامه حبيبي دهمدې برداشت له مخې دسره كوتل د ډبرليك كلمې څېړلي ، نه يوازې دا هڅه يې كړې چې دا ژبه د دې مور ثابته كړي ، بلكې دپښتو ډېرلغتونه، ريښې او ژبدودې ځانګړنې يې هم په كې څېړلي او خونديكړي او داسې برخې هم لري چې پښتو تر دې زياته كوشاني ژبې ته ورلنډولاى شي.
دسرهكوتل په ډبرليك كې د " لوښال كلمه چې د پښتو ښ په كې دى راغلې او د ښ د ادا له پاره يې ديوناني دوه توري ( PX) كارولي او د الوښال د ننني ارواښاد (مرحوم) په معنى  دى چې په خاص اهتمام يې پښتو تشكل په يوناني ليك كې ساتل شوى دى.
استاد دكوشاني ژبې هغه كلمې چې په غږيزو تورو ختمېږي بېلابېلې بڼې غوره كوي اودا ځانګړنې له پښتو او سنسكرت سره ورته بولي نه له دري سره او دا دى بشپړ ګرامري ورته والى بولي .
د كوشاني صفت اوموصوف لهپښتوسره يو راز بولي هغه دا چې لومړى صفت راځي او بياموصوف چې په دري كې په عكس دى .
په كاف سرته رسيدلي نومونه د پښتو غوندې په كوشاني ژبه كې هم په زياته پيمانه شته.
په ساكن ابتداء هم د كوشاني اوپښتو ترمنځ ګډه ځانګړنه ده چې په دري كې نشته.
پر دې سربېره استاد تر دري پرته ډېرې پښتو كلمې، ريښې او ګرامري نخښې نښانې د سره كوتل په ډبرليك كې وموندل لكه:
امهره من، انند، نديز، اوت، اېر، ايومن، بګ، بګ پوهر، بگ لنگ، تادى، تاكله – ساد (څاه)، كله ، مينن ، مال (مهال) ، ماليز، نوشالم، هومينن اونور.
پروفيسور  هيلموت هومباخ داډبرليك منظوم ګڼي او وايي چې هربند يېله ۴ – ۱۶ څپو پورې رسېږي. دى دسره كوتل د ډبرليك ژبه كوشاني بولي او په يوه نقشه كې آريايي ژبې په دوو برخو وېشي يو باكتريا د افغانستان ژبې او بل پارسيان د ايران ژبې . دباكتر ياژبې په دوو برخو وېشي: شمال ختيځې او جنوب ختيځې ژبې چې په لرغونې دوره كې شمال ختيځې ژبې اوستا، باختري بنسټ، د پښتو بنسټ، ساكايي ګړدودونه. دسغدي بنسټ په منځنۍ دورهكېيې خود رزمي، باختري ياكوشاني، دپښتو منځنۍ دوره،اودساكي لهجو منځنۍ دورهاوختني اوالاني بولي،پهنوېدوره كې پښتو، پاميري ژبې، آسى او يغنوبي ژبې بولي په جنوب ختيځو ژبو كې دپراچي او اورمړي بنسټ، منځنۍ دوره او پراچي او اور مړي بولي. دى د اسيا ژبې هم په دوو برخو وېشي چې جنوب لويديځې ژبې يې لرغونې پاړسي، منځنۍ پاړسي او دري بولي او بله څانګه يې منځنۍ دوره، لوري او بختياري ژبې  بولي په شمال لويديځو ژبو كې د پهلوي بنسټ، پهلوي اودري راولي او بياهمداسې نورې ژبې رسمي شمېري.
په دېترتيب پروفيسور هومباخ پښتو كوشاني ژبې ته نژدې او دهغې خور بولي.
افغان څېړونكي ارواښاد څېړنمل دوست شينواري دسره كوتل كتيبه دژبڅېړنې داصولو اوژبنيو خپلويو له مخې پښتو ته هرې ژبې نژدې ګڼي او دخپلوۍ اړيكې يې دمور اولور ترحده بولي اودهمدې اند په رڼاكې دسره كوتل د ډبرليك  متن سپړي.
دسره كوتل پر ډبرليك نورې ليكنې هم شوې او لا پرې څېړنې روانې دي خو دپوهانو دنظر زوره پر دېخوا ده چې دسره كوتل د ډبرليك كوشاني ژبه دپښتو دخور او يادپښتو دمور بڼه لري.
دسره كوتل ډبرليك داسې وخت تر لاسه شو چې دشهيد محمد داؤد خان دصدارت په دوره كې دهېواد دودانۍ كار روان ؤ او دا ډبرليك هم دسړك  درغاونې په ترڅ كې تر لاسه شو، خو د ۱۳۵۷ كال دغويي تر خونړۍ كودتا وروسته دهېواد دودانۍ يو زرورو بهير پيل شو او دهېوادټولې حتى تاريخي شتمنۍ هم د جګړې د خونړي دوزخ خوراك شوې، دجګړو ډېر كلونه وتلي وو ډېر څه ورانيدل اوپه بدل كې يې يوازې سنګرونه ودانيدل ، د۱۳۷۲ كال د اوړي يوه غرمه وه د سمنګانو درباطك په كافر كلا كې جنګياليو يوسنګر جوړكړى و ، نن آرامي وه دوى دسنګر په ټينګولو او پراخولو بوخت شول كار يې پيل كړ او دسنګربېخونه يې ژورول چې په دې كې كولنګ له يوې تېږې سره وموښت يوه توږلې تيږه راښكاره شوه، دوى كار ورو كړ تيږه يې په احتياط له خاورو راو ايسته او كله يې چې پر بل مخ واړوله منظمې ليكنې پرې شوې وې، جنګياليو درنه تيږه راپورته كړه، په موټر كې يې واچوله  او لمر په لويدو ؤ چې تيږه يې دخپل قوماندان او دبغلان  دوخت والي سيد جعفر نادري كور ته چې له تاريخي آثارو سره يې مينه درلوده او په كور كېيې نور ډېر تاريخ  آثار، قلمي نسخې او نادر څيزونه هم راغونډ كړي وو، ورسوله.
هغه ورته ډېر  خوشاله شو د بغلان دمين پاكۍ دټيم له يوه انګليسي كاركوونكي ټيم پورټر نه يې وغوښتل چې د دغه ډبرليك ويډيويي فلم واخلي،  فلم په اوو ورځو كې لندن ته ورسيد او پروفيسور نيكولاى تيمزويليام ؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟ ته چې دبرتانيې دموزيم كاركوونكىاودلندن پوهنتون دآسيايي او افريقايي څېړنو په مدرسه كې د باختري او سغدي ژبو مخكښ استاد دى وسپارل شو او د ډبرليك زياتې  برخې يې د فلم له مخې ولوستې او په انګريزي يې وژباړلې، البته د ډبرليك هغه برخې چې پخوا يا وروسته زيانمنې شوې وې، له لوست څخه پاتې شوې.
داكترجاناتان لي د تاريخ او ټولنې يو پياوړى كارپوه چې درباتك ډبرليك يې په ۱۳۷۶ كال له جعفرنادري كره ليدلى ؤ، وغوښتل چې افغانستان ته راشي او دا ډبرليك وڅېړي خو سم افغانستان ته د ده رارسيدل او سم بغلان ته د طالبانو رسيدل او تاشكند ته د جعفرنادري تېښته وه.
په دې يرغل كې دنادري كورنۍ د عمرونو راټول كړي تاريخي آثار، كتابتون، قلمي نسخې له منځه ولاړل اوورسره درباتك ډبرليك هم لادركه شو، په ۱۳۷۹ كې ډاكټر جاناتا لي يوځل بيا افغانستان ته راغى او دنورو څېړنو ترڅنګ يې لويه هيله دا وه چې د رباتك ډبرليك  بيامومي او څېړنې پرې وكړي، د همدې كار له پاره بغلان ته ولاړ خو چاته پته نه وه يوه ورځ د اطلاعاتو او كلتور يوه ټيټ پوړي كاركوونكي نوموړي ډاكټر ته وويل زما په ګومان  درباتك ډبرليك دپلخمري دمعدن په رياست كې خوندي وي.
ډاكټرلي يوې او بلې ادارې ته وړانديزونه وكړل او بريالى شو چې درباتك ډبرليك له هماغه ځايه تر لاسه كړي خوستونځه بيا هم حل نه شوه، دنوموړي ډاكټر له طالبانو وغوښتل چې ډبرليك كابل موزيم ته ولېږدوي، دځمكې لارې خرابې اونامصؤونېوې نو ډبرليك مزار شريف ته يوړل شو چې په الوتكه كې يې كابل ته ولېږدوي، هلته ډېر وخت په هوايي ډګر كې پاتې شو، دآرياناالوتكې يې د دروندوالي له امله  راوړلو نه غاړه وغړوله خو په پاى كې  په يوه نظامي الوتكه كې كابل ته راوړل شو او طالبانو ومنله چې د ۱۳۷۹ كال د خپلواكۍ د جشن په ورځ يې مخكتنه وشي او مينه وال يې له نژدې ننداره وكړي.
په دې ترتيب جګړه ييز حالت د رباتك ډبرليك هم له سختو حالاتو سره مخامخ كړ خو د ډاكټر جاناتا لي په ټينګار او همت دا ډبرليك كابل موزيم  ته راورسيد او اوس دملي موزيم يو ډېر قيمتي اثر دى چې له ملي موزيم نه د يو شمېر وركو شوو آثارو تشه ډكه كوي.
دا ډبرليك ۳۳ كرښې دى،سور يې ۶۰ او اوږده يې ۹۸سانتي متره دى، ډبره يې ترمه چې پيرړوالى يې ۲۵ سانتي متره دى  او ۵۰۰ كيلو ګرامه وزن لري. 
د دې ډبرليك خپلمنځي اړيكې
د سره كوتل ډبرليك او د رباتك ډبرليك دواړه دلوى كوشاني ټولواكمن كنشكا دواكمنۍ په وخت كې ليكل شوي.
د دواړو زماني واټن يو دېرش كاله دى خو په دې توپير چې وروسته تر لاسه شوى  ډبرليك لومړى  ليكل شوى او دموادو له اړخه  هم دا ډبرليك دسره كوتل تر ډبرليك نه غني دى، ځكه هغه ډبرليك يوازې دمعبد د څا په اړه مطالب لري خو دا ډبرليك دكنيشكا دحكومت سياسي جغرافيې ته هم نظر اچوي، دواكمنې كورنۍ تاريخي سلسله هم راسپړي او تر ټولو مهمه دا چې دډبرليك ژبه هم چې " آريو " نومېږي راښيي.
همدا راز ددې ډبرليكونو مكاني واټن كه څه هم دبغلان اوسمنګان په ولايتونو كې دى خو تر۳۰ – ۴۰ كيلو مترو زيات نه دى.
د دواړو ډبر ليكونو ليك يونانوباختري ليك دى چې باختري ژبنى عناصر او علايم پكې ورزيات شوي دي.
د دواړوډبرليكونو د ژبې عناصر ګډو يې هم لري او د دواړو له ګډون نه د پښتو او دري په څېړنوكې زياته ګټه اوچتېداى شي او دا ډبرليك هم لكه دسره كوتل د ډبرليك غوندې دپښتولغتونه، ريښې او ګرامري نخښې نښانې لري.
د رباتك ډبرليك دكوشاني واكمنې كورنۍ تسلسل روښانوي كجولاكدفيزس، ويماتكتو، ويما كدفيزس او ورپسې كنشكا يوبل پسې يادوي او د دې كورنۍ واكمني روښانوي.
دوى تكتو له نامه سره رايادېږي چې له پخواني شال يا اوسنۍ كوته كې دتكتو په نامه يو لوى غرهم شته چې په يوه غاړه كې  داسې ياد شوى :
تكتودى غاښى   يار به كوم  غاښي ته راشي
څرنګه چې كوشاني سترواكي پر دې ټولو  سيمو خوره وه زه د دې غره نوم هم دويساتكتو له نامه سره بې ربطه نه ګڼم.
دسره كوتل ډبرليك، د رباتك ډبرليك، ورسره نورډبرليكونه، د كوشاني دورو سكې هغه مواد دي چې د نويو څېړنو او په ځانګړې توګه  دكوشاني ژبې د څرنګوالي په باب له موږ سره ډېره مرسته كوي او خصوصاً په دې ډبرليكونو كې دپښتو ژبې  لغتونه، ريښې او ګرامري نخښې نښانې د دې لاره هواروي چې يوڅوك يوه څېړنه وكړي چې نوم پرې كېږدي:
آريو د افغانستان دوه زركاله مخكې ژبه
يا د پښتو مور
خو دا احساساتي  عنوان به هغه وخت علمي كېږي چې ورسره اړوندې څېړنې ټولې تر سره شي لكه:
داوڅېړل شي چې كوشانيان څوك وو؟
دا وڅېړل شي چې دكوشانيانو ژبه څنګه وه؟ څه ګرمري او ژبني خصوصيات يې درلودل.
دا وڅېړل شي چې د كوشانيانو تر لاسه شوې مجسمې او د سكو څېرې د افغانستان له كومو خلكو سره نژدېوالى لري.
دا وڅېړل شي چې دكوشانيانو كالي  او زيورات څنګه وو او چېرې يې نخښې پاتې دي.
دا وڅېړل شي چې دكوشانيانو نومونه لكه نيزك، نازك، قنچل – خانګل او نور په كومه ژبه  كې  موندل كېږي.
او بالاخره وڅېړل شي چې د سره كوتل  او رباتك   د ډبرليك كلمې او ګرامري جوړښتونه په كومه ژبه كې پاتې دي؟
نو هله به دا فرضيه علمي ځاى بيامومي، زه وړانديز كوم چې  دكوشانيانودڅېړنې مركز همداسې يوه پروژه جوړه او تر كار لاندې ونيسي.
مننه