P1010059

دوديزه جرګه وه که ورکشاپ؟

21.11.2011 14:06

دوديزه جرګه وه که ورکشاپ؟

له استاد حبيب الله رفيع سره مرکه (تدبير)

 

تدبير: دوديزه لويه جرګه څنګه ارزوې؟

استاد: دوديزه لويه جرګه لويه جرګه نه وه. لکه څنګه چې ولسمشر کرزي وويل چې دا يوه مشورتي جرګه ده نو په رښتيا هم مشورتي جرګه وه او لويه جرګه نه وه. ځکه چې لويه جرګه لويې او پرېکنده پرېکړې کوي او په افغانستان کې چې هر وخت د لوی نه لوی ستونزه او بحران پېښ شوی هغه که سياسي – اجتماعي، اقتصادي او حتی که مذهبي هم وي نو لويه جرګه جوړه شوې او د هغې ستونزې د حل په اړه يې پرېکړې کړې دي.

کله چې دوی د جرګې پرانيس

پ: نو په ټولو بنرونو، لوحو او رسمي مکتوبونو کې ورته دوديزه لويه جرګه ليکل شوې وه؟ حتی د غړيتوب په کارټونو يې هم دوديزه لويه جرګه ليکلې وه نو څنګه په ليکني ډول دوديزه لويه جرګه او په شفاهي ډول شورا يا مشورتي جرګه وه؟

تې ته رانږدې کېدل نو د حکومت اپوزيسيون يوه بله نوې جبهه جوړه کړه او دوديزه جرګه يې وغندله نو فکر کوم حکومت د دوی د نيوکې تر اغېز لاندې راغی او په دوديزه جرګه يې مشورتي جرګه نوم کېښود چې د ولسمشر امنيتي سلاکار په ولسي جرګه کې ورته مشورتي جرګه ووې او ولسمشر د همدې جرګې په پرانيستونکې وينا کې وښوده چې مشورتي جرګه ده.

پ:  څه فکر کوې چې اپوزيسيون رښتيا هم اپوزيسيون ؤ او که ولسمشر کرزي ګومارلی ؤ. ځکه اکثره پښتانه له اوسني حکومته ناراضه دي او غميزه هم په پښتني سيمو کې ډېره په شدت سره روانه ده ايا داسې خو نه وه چې ولسمشر کرزي غوښتل چې پښتانه د پاڼ او پړانګ تر منځ واقع کړي؟ يعنې پښتانه فکر وکړي چې که د ستراتيژيک تړون او دوديزې جرګې مخالفت وکړي نو د حکومت د اپوزيسيون ملاتړ به يې کړی وي او له دې وېرې د جرګې مخالفت ونه کړي چې د اپوزيسيون ملاتړ ونه شي؟

ستاسو خبره نه ردوم ځکه کوم کسان چې نن په اپوزيسيون کې دي هغه خلک دي چې په حکومت کې هم تر هر چا ډېره ونډه لري او له حکومته د باندې هم دوی دي چې له خپلو يو شمېر ملګرو څخه پر حکومت د فشار د قوې په توګه کار اخلي، د دې دوه اړخيز فشار له لارې له حکومته امتيازات اخلي او خپلې شخصي ګټې خوندي ساتي. تر دې دمه په حکومت کې اکثره سفيران او وزيران د همدې اپوزيسيون دي حتی ډېر سرپرست وزيران هم د همدوی دی. نو په دې اساس وخت کې چې ولسمشر کرزي غوښتل چې جرګه جوړه کړي، دوی کرزی تهديد کړ او لويه جرګه يې د پرېکړې له مقامه د مشورې مقام ته راټيټه کړه او يقين لرم چې اپوزيسيون ته به يې نور مادي او سياسي امتيازات هم ورکړې وي. دا چې تاسو فکر کوئ چې کرزي به د پښتنو پر ځان راټولولو لپاره اپوزيسيون جوړ کړی وي داسې نه ده، ځکه چې کرزی له پښتنو څخه د يو قوم او ځواک په توګه نه وېرېږي. پښتانه تشکل نه لري او کرزی ترې د افرادو په توګه استفاده کوي.

پ: دا چې ولسمشر کرزي او حکومت يې هم وويل چې د دې جرګې پرېکړې الزامي نه دي بلکې مشورتي دي او تاسو هم همداسې  وايئ. نو مشوره او جرګه دوه بېل ارزښتونه دي چې سره بېل خصوصيات لري، دوی ولې جرګه او مشوره سره خلط کړل او حتی د جرګې له غړو يې هم لاره ورکه کړه چې دوديزه جرګه کوي او که مشوره ورکوي؟

زما له نظره د جرګې پرېکړې الزامي وي او مشورې اختياري وي نو حکومت د جرګې له پرېکړو د تېښتې په خاطر جرګې ته د مشورې نوم ورکړ.

پ: يعنې حکومت وغوښتل چې ولس تېرباسي؟

هو !

پ: نو جرګه نه وه توطيه وه؟

لويه جرګه خو په هيڅ شکل نه وه دا چې توطيه وه او کنه حکومت يې بايد ځواب ووايي.

پ: څه موده مخکې داسې داسې ډنډورې خپرې شوې چې امريکا تر ۲۰۲۴کال پورې په افغانستان کې پاتې کېږي او غواړي په دې اړه د افغانانو ‌ذهنونه و ازمايي. که ووايو چې نه جرګه وه او نه مشوره بلکې د خلکو د ذهنونو د ازمېښت په خاطر يو ورکشاپ ؤ تاسو په کې څه وايئ؟

ستا دا تعبير مې خوښ شو! ځکه د جرګې د څلوېښتو کميټو د کار کړنلاره په هغه غربي ميتود وه چې په ورکشاپونو کې ترې کار اخيستل کېږي، نه د جرګې په دود.  همدا راز تر ۲۰۲۴کلونو پورې د پاتې کيدو موضوع په کې مطرح وه چې  د يو ورکشاپ په څېر يې د اکثريت غړو له خوا مثبت ځواب تر لاسه کړ.

پ: د ولسمشر د لومړۍ ورځې د وينا په اړه څه نظر لرئ؟ ايا ډېره سطحي نه وه؟

واقعاً چې يوه سياسي او پخه وينا نه وه چې په هغې کې ژور سياسي او ملي مسايل مطرح شوي وای او داسې يوې جرګې ته يې وړاندې کړي وای. بلکې يوه عاميانه وينا وه او فکر کېدو چې ساده کليوالو ته وينا کوي او د هغوی په ژبه ورسره غږېږي. چې په دې کې د زمري مثال هم ؤ.

پ: شپنۍ حملې يا په غير قانوني توګه د خلکو د کورونو پلټنه، شخصي زندانونه او موازي ادارې خو غير قانوني چارې دي بلکې جرمونه دي نو د جرم مخه بايد د ستراتيژيک تړون په معامله ونيول شي؟

پردي هيواد ته په خپل هيواد کې د نظامي هډو لپاره ځمکه ورکول يو دروند کار دی چې افغانانو د تاريخ په اوږدو کې نه ده منلې چې خپله ځمکه د چا په واک کې ورکړي.  ولې مؤقتې سياسي هډې بايد د افغانستان لپاره ګڼ او ګټور امتيازات ولري چې په کميټو کې ذکر شوې دي.

پ: د ولسمشر د وينا بله برخه د سولې په اړه وه او جرګې هم مشهوره ورکړه چې له پاکستان سره دې سوله وشي ايا ښه مشوره وه؟

نه! ښه مشوره نه وه. ځکه د سولې په اړه خو د سيمه ييز امن ګډې جرګې هم له پاکستان سره خبرې وکړې خو هيڅ ګټه يې ونه کړه بلکې جګړه لا پراخه شوه. د سولې لوري معلوم وي، څوک چې له چا سره جنګ کوي د هغه سره سوله کوي. سوله د متقابلو غوښتنو پر بنسټ ولاړه وي چې دواړه خواوې بايد خپلې غوښتنې وړاندې کړي او سولې ته ورسېږي.

پ: د سولې په اړه مشوره  او له امريکا سره ستراتيژيک تړون دوه بېلې موضوعګانې دي ولې يې سره ګډې کړې ايا غوښتل يې چې ګډونوال بې ځايه مصروف کړي ؟

سره له دې چې په څلورو ورځو کې يې دوه ويړ او حاد موضوعات مطرح کړل چې څلور ورځې ډېرې کمې وې، تر څنګ يې نه د سولې لپاره کومه اجنډا درلوده  او نه د ستراتيژيک تړون لپاره.

پ: په جرګه کې يو شکايت دا هم ؤ چې د ستراتيژيک تړون متن نه ؤ ايا پر ځای شکايت ؤ؟

دا يو واقعي او پر ځای شکايت ؤ ځکه متن نه ؤ او په اړه يې بحث پيل شو خو د جرګې يو شمېر مسؤولينو وويل چې امريکا دوی ته متن نه دی سپارلی او محرم دی. يوازې د لاسليک پر وخت به يې رامنځته کړي. د جرګې مسؤولينو وويل موږ بايد د افغاني لوري شرطونه ورته وټاکو چې د همدې منطق پر بنسټ يې د ستراتيژيک تړون په اړه بحث وکړ او شرطونه يې وړاندې کړل.

پ: د ولسمشر د لومړۍ ورځې وينا پسې پيوست امريکايانو وويل چې شپنۍ حملې ګټورې دي، نو امريکا يان چې د ولسمشر خبرو ته اهميت نه ورکوي ايا د جرګې ۷۶غوښتنې عملي ښکاري؟

زياتې يې تخيلي او ارماني دي خو د جرګې ګډونوالو خپل ملي احساسات وښودل او په دې برخه کې يې چې څه وړاندې کړي، په ټولو کې ملي ګټې نغښتې دي.  دا چې امريکايان به ورته اعتنا وکړي او کنه؟ زه وايم لکه څنګه يې چې د ستراتيژيک تړون متن افغان جرګې او حکومت ته وړاندې نه کړ نو ويلی شو چې د جرګې له ۷۶غوښتنو سره به هم بې اعتنايي وکړي. ځکه چې امريکايان د زور له موقفه ګټه اخلي.

پ: نو له دومره لګښتونو سره سره د دې جرګې نتيجه څه ده؟

زما له نظره په تېرو لسو کلونو کې د افغانستان په اړه په بېلابېلو نړيوالو هيوادونو کې ۱۲ بېلابېلې غونډې شوي چې يوه يې هم د افغانستان لپاره مثمره او ګټوره نه وه. نو کيدای شي دا هم د يوې ناستې په حدودو کې پاتې شي  چې غړي يې سره کېناستل، وړانديزونه يې وکړل او لاړل ، نور به کومه نتيجه ورنه کړي.

پ: نو چې داسې وه بيا مو ولې په دې جرګه کې برخه واخيسته؟

ماته د افغانانو جرګې منلې دي او په جرګو عقيده لرم، جرګو زمونږ سترې سترې ستونزې او بحرانونه حل کړي، نو ما فکر کاوه چې دا به هم د تېرو جرګو په څېر قاطع او واکمنه وي ځکه مې بلنه ومنله خو داسې نه وه.

 

 

 


ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.