P1010059

په افغانستان كښې كورني او بهرني لوبغاړي

04.06.2007 15:58

 

په افغانستان كښې كورني او بهرني لوبغاړي

 حبيب الله رفيع

 

د افغانستان غميزه تر شلو كلونو واوښته، په تېرو شلو كلونو كښې د هېواد سياسي استقرار او ثبات ورځ تر ورځې زيانمن شو. مسالې ورځ په ورځ نوې بعدونه بيا موندل او ابعادو يې نور ابعاد پيدا كړل، ددې لوبې لوبغاړي او لوبڅاري (نفريان) بدل را بدل شول، قاتلان واوښتل راواوښتل خو لوبغالى يې زموږ مصيبت ځپلى هېواد پاتې شو او مقتولان زموږ د اتل او موْمن ملت لويان، ځوانان، ماشومان، ښځې او سپين ږيري.

د 1357كال د ثور د خونړۍ كودتا په كېدلو سره د موضوع په داخلي صحنه كښې يوې خوا ته خلقيان او پرچميان او بلې خوا ته مجاهدين او د افغانستان د ملت غوڅ اكثريت ولاړ وو، په خارجي صحنه كښې يې يوې خواته شوروي اتحاد، د هغه اقمار او له هغه سره تړلى سوسيالستي كمپ او ځينې انډيوالان يې ولاړ وو او بلې خوا ته غربيان، اّزاده نړۍ او د شوروي ضد كمونستان.

شورويان او انډيوالان يې له لومړي سره په صحنه كښې ډېر فعال وو او د خلقيانو او پرچميانو په ملاتړ يې افغانستان د وسلو ګودام كړ او خپلې وسله والى لښكرې يې هم عندالضروت افغانستان ته راوستلې خو د مجاهدينو ملاتړي بيا ورو  – ورو او د خپلو ګټو په نظر كښې نيولو سره را ميدان ته كېدل، پاكستان د ځان له وېرې له افغانانونه د خپل سپر(ډال) په حيث استفاده كول غوښتل، امريكه ورو – ورو په دې عقيده شوه چې له خپل سياسي رقيب نه په افغانستان كښې ښه انتقام اخيستلى شي نو ځكه يې د مجاهدينو ملاتړو كړ، افغانانو له روس سره جهاد خپل فرض باله او زموږ له ګټو سره كه د نورو ګټې ترسره كېدې هم نور على نورنو په قهرمانۍ او مېړانه يې مقابله وكړه او كمونستان او روسان يې مات كړل.

د روسانو او كمونستانو له ماتې سره پاكستان په خپله بقا ډاډه شوه، ايران له خطر نه بچ شو او د امريكا هغه د چا خبره:

د لېونۍ حاجت پوره شو

په لاره ځي په كاڼو ولي زيارتونه

نو ځكه له افغانستان سره بې علاقې شوه خو پاكستان، ايران، روسيې، عربستان او حتى هندوستان او تركيې او بيا زموږ نويو زيږېدليو ګاونډيانو: تاجكستان، اوزبكستان او تركمنستان هر يوه په خپله  – خپله ګټه او خپل – خپل وار له افغانستان سره علاقه پيدا كړه او هر يوه د افغانستان په داخلي جبهه كښې د كمونستانو له بقاياوْ او د مجاهدينو په ډلو كښې خپل – خپل پلويان پيدا كړل او هر يوه هڅه وكړه چې د هغوى په وسيله خپل – خپل اهداف په افغانستان كښې پلي كړي.

دوى هر يوه د افغانستان په رنځ ځپلي بدن كښې له خپلې خوښې سره نوي – نوي مېكروبونه تزريق كړل او په افغانستان كښې يې د كمونيزم تر ماتې وروسته د ژبې، نژاد، مذهب او سيمې له مخې ډلې ټپلې جوړې كړې او ددې ډول تعصبونو اور ته يې پرېمانه تېل تهيه كړل.

په 1371 كال كښې چې كمونستان ظاهراً د واك له هرم نه راكوز شول نو د افغانستان موضوع دوه نوي داخلي او خارجي بعدونه وموندل. په همدې كال په جبل سراج كښې د يوه تړون له مخې د هېواد د اقليتونو په نامه غږ راپورته شو او له ماتې خوړلو كمونستانو او يو شمېر جهادي ډلو نه يوه جبهه جوړه شوه چې د پرچم وسله والو ستمي ډلګيو، جمعيت اسلامي، شوراى نظار، حزب وحدت او د دوستم ملي اسلامي جنبش يې حليفان وو خو د اتحاد اسلامي ډله يې هم تر څنګ – څنګ روانه وه، په مقابل كښې حزب اسلامي او د خلق ډلګيو بله جبهه تشكيل كړه، لومړۍ جبهې په اصطلاح د تاجكو، اوزيبكو او هزاره وْ نمايندګي كوله او دوهمه جبهه د هغوى له خوا د پښتو نماينده وبلله شوه.

لوبغاړي راميدان ته شول او لوبڅاري يې تر شا ودرېدل او د ټولو انساني، اسلامي، افغاني او نظامي اخلاقو او مقرراتو په خلاف يې په له خلكو ډكو ښارونو خصوصاً كابل ښار كښې خونړۍ جګړې سره پيل كړې او په بې رحمۍ يې په خپلو جګړو كښې په زرګونو بې ګناه انسانان ووژل.

د مسعود په مشرۍ د جبل سراج موْتلفينو او د حكمتيار په مشرۍ د جنوب موْتلفينو د توپونو او الوتكو په جګړې سره ملت ته درانه تلفات واړول خو جالبه دا وه چې د ائتلاف دوې ډلې وحدت او اتحاد هم سره وجنګېدل چې د كابل په خټځ كښې د مسعود او حكمتيار او د كابل په لوېديځ كښې د سياف او مزاري قواوْ د خپلو جګړو په ترڅ كښې كابل وران او اوسېدونكي يې په اور واړول.

ددې لوبغاړو تر شا د لوبڅارو د ډلو څېرې هم ورو- ورو روښانېدې، ايران د مذهبي او ژبنيو اهدافو له مخې د شمال د ائتلاف ملاتړ كاوه، روسيې او نويو زيږېدلو بچيانو يې هم په افغانستان كښې د ګډوډۍ د اوږدولو او د خپلو پرچمي علامانو د ساتلو له پاره همدا لورى نيولى وْ، هند د پاكستان له امله دا خوا نيولې وه او تركيې هم نژادي ګټې په نظر كښې درلودې؛ پاكستان ظاهراً دا لومړۍ ډله چې واك ورسره وْ د پېښور د تړون محصول بلله خو له بلې خوا يې د خپلو اهدافو د ترسره كېدو د فشار په توګه د جنوب ډله وسله واله كوله او مهمات يې ورته ورسول او هيله يې وه چې په افغانستان كښې داسې يو حكومت وي چې امر و نهى يې په بشپړ ډول د پاكستان په لاس كښې وي ځكه يې \"فاتح افغانستان\" او د افغانستان د جهاد مخكښې باله.

په دې منځ كښې سعودي او ايران په افغانستان كښې د سنيانو او شيعه ګانو د سره جنګولو يو خطرناك رقابت رامنځ ته كړ، د سياف او مزاري ډلې يې چې دواړې له مسعود سره ملګرې وې سره وجنګولې تر دې چې عربان د سياف په پلوۍ او ايرانيان د مزاري په پلوۍ په جګړو كښې وليدل شول، دوى غوښتل چې پښتانه او هزاره ګان له كابل نه تر فراه پورې په دوه زره ميله پرته ليكه داسې سره وجنګوي چې د وينو رودونه روان شي خو له نېكه مرغه دې مصنوعي: مذهبي، ژبنيو او نژادي وېشونو په ملت كښې ريښې نه درلودې نو ځكه دا فتنه له كابل نه بهر نه شوه او همدلته يو شمېر بې ګناه كسان ددې اور خوراك شول.

څنګه چې دا وېشونه مصنوعي او د نورو له خواوو نو ډېر ژر يې تصنعى پولې ړنګې شوې او مخالفتونو د اقتدار د جګړې په بڼه ځان را څرګند كړ، مسعود چې د پښتنو د 270 كلن حاكميت د ختمولو له پاره جګړه پيل كړې وه، له مزاري سره هم په جګړه شو او بيا له دوستم سره هم په جګړه واوښت او حكمتيار چې د پښتنو نماينده بلل شوى وْ وتوانېد چې مزارى او دوستم د ځان ملګري كړي او د مسعود په مقابل كښې هماهنګي شورا جوړه كړي. د داخلي دريځونو په بدلېدو سره د خارجي ملاتړو په دريځونو كښې هم بدلونونه راغلل، ايران د مسعود زړهْ هم ساته او د هغه د پروني حلنيف او نني حريف مزاري زړهْ هم، پاكستان د مسعود له غچ اخيستونكي دښمنۍ سره مخامخ شو، د روسيې دريځ هم د ګډوډيو زياتولو ته وْ او نور هم همداسې.

د منځنۍ اّسيا له طبيعي زېرمو او د تجارت له بازارونو نه د ګټې اخيستلو موضوع يو ځل بيا د افغانستان د موضوع د داخلي لوبغاړو او خارجي لوبڅارو د دريځونو د نوي كولو اونويو صفونو جوړولو اړه رامنځ ته كړه او د طالبانو په نامه د يوه بل لوبغاړي په زياتېدو سره په داخلي او خارجي جبهه كښې نوې صفبندۍ او ډلبندۍ وشوې.

اقتصادي ګټو امريكا يو ځل بيا له افغانستان سره علاقمنده كړه او هم يې په دې ټوله موده كښې هڅه دا وه چې ايران د افغانستان په موضوع كښې د مړه شوي شوروي اتحاد په شان مداخله وكړي او د افغانستان په خاوره كښې د شوروي له څنګه خښ كړاى شي خو ايران داسې ونه كړل، غير مستقيمې مرستې او لاسوهنې يې وكړي او مستقيماً رامنځ ته نه شو.

په نوې صفبندۍ كښې په داخلي جبهه كښې طالبان يو ځانګړى اړخ شو چې په ملاتړ كښې يې پاكستان، عربستان او امريكا خارجي ډله تشكيلوي. په مقابل كښې يې متحده جبهه چې په هماغه لومړي سر كښې نامتحده وه په داخلي سطحه جوړه شوه چې فعال اړخونه يې مسعود، رباني، دوستم او خليلي دي، د محسني ډله يې هم مله ده او له وحدت نه بېله د اكبري ډله هم، سياف په جبهه كښې نه دى خو د مسعود كلك ملاتړى او مشاور پاتې شوى او حكمتيار چې پخوا يو لوى مطرح قوت وْ د همدې جبهې په بطن كښې په خنثى توګه پاتې دى. په خارجي سطحه د متحدې جبهې كلك ملاتړي ايران، روسيه، هندوستان، تركيه، ازبكستان او تاجكستان دى. تركمنستان سياسي جبهه ګيري نه لري خو د خپل تجارت له پاره په افغانستان كښې استقرار غواړي، ايران د نارامۍ دوام ته خوشاله دى ځكه په دې صورت كښې به د تركمنستان د طبيعي زېرمو پايپلينونه له ايران څخه تېرېږي نه له افغانستان څخه.

په هر حال اوس په افغانستان كښې دوې جبهې دي چې دواړې خارجي ابعاد هم لري او د افغانستان خلك له خارجي لاسونو سره حساسيت هم لري او هيله لري چې په افغانستان كښې يو داسې ملي قوت چې په خپلو پښو ولاړ وي او په پرديو تكيه ونه لري رامنځ ته شي خو دا د افغانستان په اوسنيو حالاتو كښې ناممكن دى او بيا خصوصاً زموږ حالات د د سياسي حل پر ځاى په نظامي لاره روان دي. په داسې حال كښې موږ بايد له نورو معيارونو نه كار واخلو او داسې وڅېړو چې په دې دواړو اړخونو كښې د كوم اړخ كار د افغانستان په ګټه دى؟

افغانستان اوږدو جګړو په ملوك الطوائفيو او قوماندان شاهيو وېشلى نو اوس به ګورو چې كومه جبهه د افغانستان د تجزيې له پاره كار كوي او كومه د ملي وحدت له پاره، دا ښكاره ده چې د نامتحدې جبهې هڅې د افغانستان د وېشلو او تجزيې له پاره دى ځكه چې د دوى تر شا ولاړ خارجي لوبڅاري د افغانستان په تجزيه كښې خپله ګټه ويني او د طالبانو هڅې د ملي وحدت او ارضي تماميت له پاره دي او د دوى تر شا ولاړ لوبڅاري هم په دې كار كښې خپله ګټه ويني او د افغانستان په اّرامۍ او سياسي استقرار سره به د دوى تجارتي ګاډۍ روان شي نو كه زموږ له ګټو سره د بل چا ګټې هماّهنګې كېږي په دې كښې زموږ ګټه ده.

يو شمېر افغانان په دې لوبه كښې پر افغانستان باندې د يو بل چا د حاكم كېدلو وېره او اندېښنه لري خو زهْ د افغانستان د اوږده تاريخ د سنت او دود په حكم دوى ته ډاډ وركوم چې افغانستان په خپل پېنځزر كلن تاريخ كښې اّزاد او سر لوړى اوسېدلى او هېڅ بلوسېدلى يرغلګر پرې مسلط شوى نه دى، د انګرېز هغه لوى ځواك چې په امپراتورۍ كښې يې لمر نه ډوبېده په افغانستان كښې تر ماتې وروسته له ټولې نړۍ نه لندن ته ورټول شو او د روسيې همهغسې ځواك چې نيمه نړۍ يې تر خېټه لاندې كړې وه په افغانستان كښې تر ماتې وروسته مسكو ته ورټول شونو دا واړه او نوي زيږېدلي ځواكونه به څه وي چې افغانستان وخوري او يا يې د لاندې كولو هيله ولري:

 

ټيټ مې مه بوله غورځنګ راباندې مه كړه

زه پــه دې افتــادګۍ كـښې لـوى ګړنـګ يـم