P1010059

د كوشانيانو د فرهنګي تشكل بنسټونه

11.10.2007 11:06

     حبيب الله رفيع
په ۱۳۸۵ كال د كوشانيانو په نړيوال سمينار كې اورول شوې مقاله


د کوشانيانو د فرهنګي تشكل بنسټونه

له نن نه پنځه زره كاله  وړاندې د شمال د دښتو د گرځنده سپين پوستو انسانانو يوه لويه ډله د افغانستان د شمالي څنډو په آريانا ويجه نومي ځاى كې سره راغونډ او مېشت شول او د خپل ملي تشخص په درلودلو سره يې يو منظم ټولنيز ژوند پيل كړ، دوى ته آريائيان يا اصيلان وويل شول او له همدې تشخص سره يې خپله سيمه آرياناويجه يا د اصيلانو ټاټوبى وګڼله. 

ورو – ورو وپنځېدل، زيات شول اوله بلې خوا په جوي حالاتو كې بدلون راغى او اړ شول چې له آريانا ويجه نه چې د آمو په شمالي اړخ كې پرته ده د هندوكش شمالي لمنو ته راولېږدي او په دې پراخو سيمو كې خواره شي.

دوى په آريانا ويجه كې د آريك په نامه ګډه ژبه درلوده او د ګډ كلتور خښتې يې ايښې وې، د هندو كش په خورو لمنو كې د دوى تر خوريدو وروسته ويدونه خصوصاً ريګويدا  د دوى پرټبري وېش او فكر ي او ذهني وضعه ښه رڼا اچوي او ددوى  د لويو ټبرونو لكه پكهت (پښتو)، الينا ( نورستانيانو) او نورو نومونه اخلي.

د لرغونو آريايي سرودونو يا ويدونو په رامنځته كېدلو سره آريايانو تر تاريخ وړاندې دوره شاته كړه او نيمه تاريخي يا داستاني او افسانوي دورې ته ننوتل او دا سرودونه چې د دوىد فكري ودې په نتيجه كې رامنځته شوي وو د دوى د ژوند د تاريخي دورې د پيليدو له پاره سريزه شول. 

ويدي سرودونه په پنځو برخو وېشل كېږي چې ډېر لرغوني سرودونه يې هغه ورك سرودونه دي چې آريايانو د خپل ټولنيز ژوند د تشكل په لومړۍپوړۍ كې ويلي، متنونه يې ورك دي خو راوروسته سرودونه يې يادونه كړې ده، دا سرودونه ټول هغه وخت ويل شوي چې آرياييان لا د هندوكش په شمالي لمنو كې اوسېدل او د جنوب لور ته لېږد نه ؤ پيل كړى. 

په دې پسې د "ريګويدا" په نامه سرودونه دي چې آريايانو د هندوكش له شمالي لمنو نه د هندوكش جنوبي لمنو ته تر لېږد وروسته چې د سندهـ تر غاړو پورې رسيدلي ، ويلي دي.
ورپسې سام ويد، اتهرواويد ا ويجو رويد دى چې ټول د لرغوني افغانستان يا آريانا د قبايلو، ځايونو او كسانو نومونه لري.
په ريګويد كې د هېواد لاندې سيندونه ياد شوي : كوبهاد كابل سيند، ګوماتي د ګوملي سيند، كدومو د كورمې سيند، سويتي د سوات سيند، وركه د كونړسيند، سندهو د سندهـ سيند، هردويتي هريرود، سره سواتي دا رغنداب سيند، ګندهار د كابل سيند پر غاړو پرته سيمه، بهالاناديولان دره او داسې نور.

اتهرواويد د بلخ نوم د بلهيكه په نامه يادوي چې د بهلي، بخدي، بخت، پښت له ريښې څخه جوړ شوى دى. 
همدا راز ويدي سرودونه د پنجاب د لاوي سيند پر غاړه د لسو آريايي قبيلو جګړه يادوي چې د الينا اليشنګ او الينګار ، بهالانا ديولان ، شيوا د سيندهـ د غاړې خلك، پورو د ګندهارا د سيمو خلك او بړېڅ او نور پكې راغلي دي او د دوى ديوه واكمن توروينه توروهوني نوم پكې شته . آريايانو هند ته تر لېږد وړاندې شاهي نظام جوړ كړى ؤ ، مسايل يې د دوو جرګو سبها او سميتي له لارې حل كول، كورنۍ ورته سپېڅلې وه، د سامانې اجتماعي ميله يې درلوده چې پنځلس كلنو ځوانانو ته به د مسؤوليت كمربندونه ورتر ملاكيدل او پنځلس كلنو زلمو ته او نجونو به ودونه سره كول، سرودونه نارينه او ښځو دواړو ويل او نويو ځوانانو ته يې د ژوند لارښوونې پكې كولې. ويدي ژبه د دې سرودونو ژبه وه چې بيا په هندلي په سنسكريت واوښته، دوى د اس سورلي دودكړه، اتڼونه يې درلودل، د سازمهمې آلې لكه ډول، شپيلۍ او رباب يې جوړ كړي وو، كرنه يې كوله، ځاروي يې روزل او پر شيدو سربېره يې له وړيو او پوستكو نه ځان ته كالي جوړول، له لرګيو، خټو او فلزو نه يې لوښي جوړول، خدايګوټي يې لمانځل او د هغوى په نامه يې قربانۍ كولې .
په دې دوران كې د بلخ پيشداديانو د يما په مشرۍ د مدني اصلاحاتو يوه نوې دوره پيل كړه، په ژوند او د ژوند په چارو كې ژور بدلونونه راغلل او د كرنې  او ودانيو زوړ سيستم بېخي نوى شو . ورپسې د كيانيانو دوره راغل او بيا د ګرشاسپ يا غرغښت د واكمنۍ پر وخت سپين تمان زردشت د ښه مننه، ښه وينه او ښه كړنه ( پندارنيك، ګفتار نيك او كردار نيك ) د شعار په وركولو سره د يو خدا ى د لمانځنې دين رامنځ ته كړ او د ويدي مدنيت په ادامه اوستايي مدنيت سترګې وغړولې او نوي عقيدوي او فرهنګي بنسټونه كېښودل شول . 
دوه نيم زره كاله وړاندې د آريانا ملي او خپلواك حكومت د پارس د هخامنشي سترواكي نوره هم پراخه شوه ، په دې ترڅ كې تر يوه حده د آرياني او ايراني كلتور چې د ماد د فرهنګ نه يې رنګ اخيستى ؤ سره ګډ شو، چې تر ويدي او اوستايي فرهنګ وروسته زموږ پر ملي فرهنګ د هخامنشي تېرو ينو فرهنګ سيوري وكړ او نوى رنګ يې واخيست.  
هخامنشيان لا واكمن وو چې تر ميلاد ۳۳۰ كاله وړاندې مقدوني سكندر پر پارس او افغانستان يرغل وكړ او د درېم داريوش په وژلو سره يې لومړى هرات ونيو او بيا يې نور افغانستان د سيند تر پولو پورې لاندې كړ  خو له كراچۍ نه تر راستنيدو وروسته  په بابل كې د ملاريا په ناروغۍ مړ شو او پر آريانا باندې يوناني واكمني ورو ورو كمزورې شوه خو سكندر په خپله څلور كلنه سلطه كې د يوناني كلتور ډېر څه په آريانا كې پلي كړي وو او د اى خانم نيمه يوناني او نيمه باختري ښار يې جوړ كړى ؤ چې د يونان او باختري فرهنګ د ګډون يوه ښه نمونه و ه   په آريانا كې د يوناني سترواكۍ اړيكې له يونان نه پرې شول  او د آريانا بېلابېلې برخې يوناني سپه سالارانو  سره ووېشلې او وړې وړې واكمنې يې جوړې كړې   د هند د موريا كورنۍ د باختر ختيزې برخې ونيوې، كه څه هم دا سلطه لنډه وه  خو له دې لارې بودايي دين په افغانستان كې ژور نفوذ وكړ  څو چې په ټول افغانستان كې خور شو او پوره زر كاله يې دلته دوام وكړ. 
په دې توګه باختري كلتور، يوناني كلتور او بودايي كلتور درې واړه په آريانا كې سره مخامخ شول او يو پر بل يې اغېزې ودرلودې  او هم يونانيان په آريانا كې ځايي شول او يونانو باختري فرهنګ او حكومت  چې ملي بڼه يې غوره كړې وه رامنځته شو.
د موريا كورنۍ سياسي واك له افغانستان نه ختم شو خو مذهبي، فكري او هنري ژور اغېز يې پاتې شو.
د يونانو باختري واكمنۍ او فرهنګي اغېز تر څنګ ساكانو چې د لرغونو آريايانو له ځايي ريښو څخه وو په آريانا كې واكمني رامنځته كړه چې په يوناني او د آريانا په ځايي خط خروشتي يې ډبرليكونه درلودل، همدا راز د دوى تر څنګ پارتيانو او پهلوايانو هم د باختر په ځينو برخو واكمني درلوده.  
تر ميلاد يونيم سل كاله وړاندې د افغانستان له شمال ختيځو سيمو څخه چې دچين له پولو سره څېرمه وې، يوه كورنۍ راولاړه شوه چې كوشي نومېده، چيني څېړونكي يې يوچي بولي او زموږ په ژبو كې لا تر اوسه د كوچي په نامه پاتې دي.  دوى له ساكانو چې پر سيمه واكمن وو او له نورو آريايي قبيلو سره نسلي تړون درلود، دوى د آمو غاړې ته راغلل ، تر آمو راواوښتل، ساكان يې پسې واخيستل، باختر يې ونيو او بيا ورو ورو په ټوله آريانا كې خواره شول .     د دوى لومړى ځواكمن واكمن " كجولوكدفيزيس" ؤ چې په څلوېښتم ميلادي كال كې يې لومړى باختر ورپسې كاپيسا او كابل فتح كړل او تر غزني پورې يې ځايونه ونيول . ورو ورو ده ټولې خورې ورې واكمنۍ ختمې كړې؛ دساكانو، پارتي ډلو او يونانو باختري واكمنانو واكمنۍ يې رانسكورې كړې او پر ټوله آريانا يې د خپلې خپلواكې واكمنۍ څادر وغوړاوه او د كوشانيانو ځواكمنه سترواكي يې رامنځته كړه. دى تر ۳۸ كلنې واكمنۍ وروسته د ۷۸ميلادي كال شاوخوا وفات شو او پر ځاى يې زوى "ويماتكتو" كېناستو، ده د كوشاني سترواكۍ لمن د ګنګا تر څنډو ورسوله او په خپلو سيكو يې خپل نوم " لوى كوشانشاه" وليكه او تر ۳۲ كلنې واكمنۍ وروسته ۱۱۰ ميلادي كال شاوخوا مړ شو؛ په ده پسې "ويماكد فيزس" پاچايي وكړه ؛ د ۱۳۰ م كال شاوخوا لوى كنشكا د كوشاني واكمنۍ مشر شو.    او د يوې داسې سترواكۍ بنسټ يې كېښود چې سوونه كاله يې حكومت وكړ او اخلاف يې د اسلامي دورې په څو پېړيو كې  د وړو كوشانيانو په نامه په كابل، غزني، زابل، ګردېز او د هيواد په ځينو نورو برخو كې واكمن وو چې په دې ترتيب يې زر كاله شاوخوا سياسي ژوند و درلود.   
د كنشكا ژمنۍ پلازمېنه پېښور او اووړنۍ پلازمېنه يې باګرام او كاپيسا ؤ او د سترواكۍ لمن يې ختيز لور ته د هند تر بنارس پورې رسېده، لويديز ته له پارت سره نښتې وه ، په شمال كې يې تر كاشغر، ياركند او ختن پورې فتح كړي وو او د چين له امپراتور نه يې جيجه (جزيه) اخيسته، ده بودايي دين ومانه او دومره پرې ګروهمند شو چې د دې دين له منځه يې د مذهبي ګډوډيو د وركولو له پاره له خپل آريايي دود سره سم  په كشمير كې د بودايي راهبانو يوه لويه جرګه راوغوښته چې ګندهاري علما هم په كې وو او د ګندهاري عالم " واسوميتره" په مشرۍ جوړه شوې وه ، د بودايي دين د " هينه يانه" هغه مذهب يې تصديق او اصلاح كړ چې د بودا تر مړينې وروسته پنځه پېړۍ معمول ؤ.   
كوشانيانو د خپلې سترواكۍ د فرهنګي او علمي چارو د پرمختګ له پاره په سړه او پراخه سينه له ټولو هغو فرهنګي شتمنيو نه چې د دوى په هيواد كې موجودې وې، يا په ځايي توګه رامنځته شوې وې او يا له بهر نه راغلې وې استفاده وكړه او خپلې فرهنګي چارې يې پرې سنبالې كړې . د سيكو، كتيبو او فرمانو ژبه يې باختري وه  چې د آرياني ژبو له شمال ختيزې ځانګې سره تړلې او پښتو ورسره نژدې خپلوي لري. 
د دوى د دې ژبې د ليكلو له پاره يې هم د آريانا له لرغوني ليكدود خروشتي څخه كار واخيست او هم يې له يونانيانو سره په راغلي يوناني ليكدود كې اصلاحات وكړل او د يونانو باختري ليك په نامه يې په ډبرليكونو او ليكونو كې استفاده ترې وكړه. 
زاړه آريايي اديان يې هم وپالل او بودايي دين يې هم لكه پاس مو چې وويل له سمونو سره ومانه او د ګندهاري علماوو نظريات يې په كې ځاى كړل، بوديزم چې د ودانيو او هنر  ښه ملاتړ يې هم درلود دګندهارا په هنري مكتب كې نوى  رنګ واخيست او داسې شهكارونه په كې رامنځته شول چې تر دې وړاندې يې په هند او چين كې نه درلود لكه د باميانو، هډې، غزني او نورو سيمو اثار. په دې ترتيب د كوشاني سترواكۍ فرهنګي بنسټونه پراخه، پاخه او په ځانګړې پاملرنه ايښودل شوي وو چې په پخوانيو تجربو يې وخت په وخت او په هره برخه كې نوښتونه هم وكړل او يو نوى كوشاني فرهنګ يې تشكيل كړ چې د آريانا په غېږه كې يې ځايي او له يوې خوا او بلې خوا راغلي فرهنګونه سره پخلا كړل.
دې نوښتونو، ځانګړنو، رنګارنګۍ او د تمدنونو او فرهنګونو سره مخامخ كېدلو د كوشاني فرهنګ څېړنه په زړه پورې كړې ، جالبه كړې او نړيوال پام يې ځانته را اړولى دى. افغانستان د كوشاني فرهنګ يو نالېږدى موزيم دى چې ګام په ګام يې د هيواد په ګوټ – ګوټ كې نښې شته، ډېرې نمونې يې رابرسېره شوي چې څه يې له بده مرغه ورانې شوې، څه يې قاچاق شوې او څه يې لا شته. همدا راز ډېرې لا د ځمكې په زړه كې دي چې كله ناكله سر راپورته كوي لكه د سره كوتل او رباطك ډبرليكونه يا د خروار وردګو، سمنګان او نورو سيمو اثار چې موږ يې نور بايد په وړاندې بې پروايي ونه كړو، خوندي يې كړو او د خپل روښانه فرهنګ د يوې روښانه دورې په توګه يې وپالو، وڅېړو او د خپل تاريخ له پاره نوي بابونه ترې جوړ كړو.

لمنليكونه :